امنیت

تبصره

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
طالبانو يوځل بيا د جګړې او ورانکارى د دوام خبرې وکړې او يوځل بيايې په دې مسئلې وڅرخيدل چې هغوى يواځې په هغو هدفونو او پروګرامونو چې لري يې؛ عمل کوي او په دې لاره کې پاتې نه راځي.
د باختر آژانس مبصر ليکى:
طالبانو دا ځلې بيا خپلې څيرې بربنډې کړې او بيا د جګړې او وينې تويولو، وژنې، ورانکارى او د افغانستان له خلکو سره د دښمنۍ خبرې وکړې.
دغې ډلې د خپلو پسرلنيوعملياتو د پيلولوخبرې وکړې چې د خيبر په نامه يې نومولى دى. هغه څه چې طالبانو بيان کړي دي؛ دا دي چې دغه عمليات به د دغې ډلې دوبني عمليات وي او په زړه پورې دا چې طالبانو د دغو عملياتو د پيل وخت د ثور د مياشتې دوه ويشتمه ټاکلې ده. په دې ماناچې دوى اوس آرام ناست دي او د افغانانو د ګټو پرخلاف يې کوم کار نه دى کړى.
که چيرې کوم کاروکړي؛ د ثور د مياشتې له دوه ويشتمې نيټې څخه به وروسته وي.
که چيرې يواځې د روان هجري لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې د طالبانو د ډلې د ډار اچوونکو، ملي ضد او اسلامي ضد فعاليتونو ژورتيا ته وګورو؛ په دې پوهيږو چې دغې ډلې څومره د افغانانو پرخلاف ناوړه چلند کړى دى و. هيڅکله د خلکو په ځپلو او د هغوى په هدفونو باندې په تعرض کې پاتې نه دي راغلي.
طالبانو د خپل پيدايښت له وخت څخه د يوه متحجر جريان په توګه سر پورته کړى دى او خپل سياسي ژوندانه د څو کلونو په بهيرکې يې دغه کمزورى تکى او هويت ځان ته ساتلى دى او هغه يې له لاسه نه ده ورکړې .
دوى خپلوهغوهدفونو ته د رسيدو په مقصد چې زياتره استخباراتي هدفونه او بهرني ګټې دي؛ وخت او نيټه په پام کې نه دى نيول او د هغوى د هرعمل او حرکت لپاره پيل او پاى نه دى ټاکل شوى .
دوى هره شيبه، هره ګړۍ، هره ورځ او هره اوونۍ او په پاى کې هره مياشت او هرکال د فرصتونو په لټه کې دي چې له خلکو سره خپله دښمني ثابته کړي.
که چيرې په ژمي کې و او يا پسرلي کې، په دوبي کې او يامني کې د افغانانو وژنه، د افغانانو د کور او ټاتوبي ړنګول او په ارزښتونو تيرى او تعرض د هغوى شعار او عمل و.
نو د طالبانو د ډلې د دوبينيوعملياتو د پيل په نامه د ثور د مياشتې د دويشتمې نيټې اعلام يواځې کيداى شي رسانه يي اوتې بوتې وي چې ذهنونه ځان ته متوجه کړي او سياسي ګټه ورڅخه واخلي.
په داسې حال کې چى دوى پخوا او په تيروکلونوکې زموږ د خلکو پرخلاف توره کارولې ده.
د سياسي کارپوهانو په باور: طالبانو په وروستيوکلونو او په تېره بيا په وروستيو مياشتو او ورځوکې دسر د درنده زيانونه او زيات مالي تاوانونه زغملي دي او داپه داسې حال کې ده چې افغان امنيتي ځواکونه په ځان ډډې لګولوته رسيدلي دي او امنيتي او نظامي چارې په مستقل ډول اداره او مديريت کولاى شي.
د طالبانوځپل او ناکامى د هيواد امنيتي او دفاعي ارګانونو ته ستر برياليتوب دى.
طالبان چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره ځان د ډګر لوبغاړي بولي او ادعا کوي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به تحرک او عمل په دوى پورې اړه ولري.
افغان امنيتي ځواکونو د انتخاباتو د بهير د امنيت په تامينولو سره چې مياشتې مياشتې يې دوام وکړ؛ وښودله چې د خپل هيواد د ارزښتونو د دفاع لپاره لازم توان او ظرفيت لري او د دې ترڅنګ وروستۍ ورځې د طالبانو لپاره سختې ورځې وې. که چيرې د غزني د ګيلان، د فارياب د دولت آباد، فراه او د نورو ځايونو پيښوته پاملرنه وشي؛ طالبانو ته د دوى په ټولو بريدونو او تحرکاتوکې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده او يو شمېر کسان يې نيول شوي دي.
نو د دوبينيو عملياتو د پيل په نامه د يوې نيټې ټاکنه کيداى شي د ذهنيت د بدلون په لاره کې يو سياسي تبليغ او حرکت وي. په داسې حال کې چې زموږ خلکو د طالب او طالب ډوله په باب زياته پيژندګلوى پيداکړى دى او د هغوى په مرئيتوب ، تروريستوالي او معامله ګرپه باب زيات معلومات ترلاسه کړي دي.
طالبانو نور زموږ د خلکو ترمنځ ځان نه لري. که چيرې دوى اوتې بوتې نه وي او يو مطرح قدرت او ځواک وي؛ بايد د خالد بن وليد د عملياتو په نامه د تېرکال له پسرلنيو عملياتو څخه کوم برياليتوب لرلى چې نه يې لري او اوس په هم د خيبر له عملياتوڅخه څه ترلاسه نه کړي.
خو د خيبر د عملياتو په اړوند د طالبانو په اعلاميه کې دا ټکى د خبرو وړ دى چې ويلي يې دي: طالبان به د وزيرانو، د وزارتونو دکارکوونکو، د امنيتي او دفاعي ځواکونو او په پاى کې د هغو ټولوکسانو په ګډون چې د افغانستان دولت ته کارکوي؛ په دولتي مقاماتو بريدونه وکړي.
دا په داګه کوي چې طالبان د هيواد له ټولو قشرونو سره دښمني لري او دوى ته کوم استثنا طرحه نه ده. خو طالبان او د هغوى بهرني اداره کوونکي دې بايد پوه شي چې دلته هغه افغان امنيتي او دفاعي بنسټونه چې د دې هيواد ميړنيو بچيانو ته يې په خپل تشکيل ځاى ورکړى دى؛ د خپل هيواد د ارزښتونو او د خلکو د سوله ييز ژوندانه د دفاع لپاره چمتو دي او له دښمنانو سره به حساب تصفيه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته