ټولنه

د لوګرد محکمو رییسان معرفي شول

کابل / د مرغومي / ۱ / باختر
د لوګرد محکمو رییسان پرون معرفي او په خپل کارپیل وکړل.
د باختراژانس د خبرله مخې، د لوګروالي حاجي مالي خان صدیق د دوی د معرفي کولوپه مراسموکې وویل : د افغانستان د اسلامي امارت نظام په هېواد کې د مجاهدینود میړانې او قربانۍ پراساس ټينګ شوی دی او د شریعت پرعدالت او احکامو ولاړ وي.
د لوګروالي د دغه ولایت له محکمو مسوولینواو کارکوونکوڅخه وغوښتل چې د اسلام د مبین دین ، عدالت او انصاف د احکاموپه پام کې نیولوسره قضیواو دوسیوته رسيدګي وکړي او خلکوته په وخت سره خدمت وکړي.
مولوي روح الله د لوګر د استیناف محکمې د رییس ، مولوي فضل الرحمن د دیوان جزا د رییس او مولوي علي مرجان د دغه ولایت د ښاري محکمې د رییس په توګه معرفي شول.
د لوګرد محکمو رییسانو د دغه ولایت له خلکوڅخه وغوښتل چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت ترڅنګ د هېواد د آبادی لپاره هڅې وکړي او د اسلامي شریعت پرخلاف کارونو څخه ډډه وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته