ټولنه

دسالنګ لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د کب اتمه

  دسالنګ لويه لاره  بيا دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .

 دغه لويه لاره  چې د هيواد دشمال نهه ولايتونه  له پايتخت سره نښلوي  تيره شپه دپرله پسې اورښتونو او دتوپان او لړۍ  دشتون له امله دترافيکو پرمخ تړل شوې ده دروستيو  رارسيدلو خبرونوله مخې اوس په دې لويه لاره کې داورې اورښت دريدلي دي او هم دتوپان چليدل  کمزوري شوي دي .

 په داسې حال کې چې اوس دغه لويله لاره دترافيکوپرمخ  پرانستې ده خو په عمومي واټ کې دواورې اوکنګل شتون دوسايطو دتګ راتګ بهير له ډپ  سره مخامخ کړي دي .

 دسالنګونو  دساتنې او څارنې رييس  جنرال رجب وايي چې ددغې لاري  خدماتي کارکوونکې هلې ځلې کوي چې له عمومي واټ څخه دواورې او کنګل په پاکولو سره دترافيکو بهير عادي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته