– کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
په کونړ کې لسګونو کورنيو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي شته چې په اروپا کې د مهاجرو افغانانو او د ملي سوداګر حاجي مير سعيد دهقان له خوا برابرې شوې دي.
د کونړ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې له څه ناڅه ١٥٠ کورنيو سره په وټه پورې ولسوالۍ کې مرسته شوې ده.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او وريجې شاملې دي.
ختم – ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ