ټولنه

په تخارکې د سرحدي پوليسو د يوه جګپوړي افسر شهادت

کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د سرحدي پوليسو يو جګپوړى افسر په تخار ولايت کې د وسله والو يرغلګرو په بريد کې شهيد شو.
په دې پيښه کې د سرحدي پوليسو دوه تنه نورقوماندانان له څلورو تنو سرتيرو سره ټپيان شول.
دغه پيښه نن د تالقانو ښار په يوه سړک کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو په سرحدي ځواکونو بريد وکړ.
د سرحدي پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د سرحدي پوليسو د دويم کنډک درستيزوال ډګروال پاينده شهيد او د سرحدي پوليسو د جلب او جذب دوه تنه قوماندانان له څلور تنو سرتيرو سره ټپيان شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: لومړى په دغو پوځيانو بمي چاودنه وشوه او  وروسته د يرغلګرو له ډزو سره مخامخ شول.
ويل کيږي؛ په دې پيښه کې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته