کابل باختر د زمري اوومه :
په کونړ ولايت کې د داعشيانو او طالبانو د ډلو د افرادو ترمنځ جګړې دوام لري.
دغه جګړه پنځلس ورځې مخکې د چپې درې په ولسوالۍ کې پيل او تر اوسه پورې دوام لري .
تر اوسه پورې په دغو جګړوکې له دواړو لورو څخه په لسګونه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او يوشمېر نور يې ټپيان او د سيالو ډلو له خوا نيول شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل
چې په نويو جګړو کې له دواړو لوروڅخه نهه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل: جګړه د چپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيموکې د پراختيا غوښتنې او د زکات په نامه له خلکو څخه په زور د اخستل شويو پيسو د وېش د څرنګوالي پرسر پيل شوې ده او لا هم دوام لري .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: ډار اچوونکي په دې جګړو کې ديو اوبل په کورونو بريد کوي او سوځوي يې.
ختم_ج – اکرم