امنیت

په هېوادکې شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
د ملي دفاع وزارت د هېواد په ځينو سيموکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د شلو تنو ډار اچوونکو د وژل کيدو خبر راکړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي: په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د دفاعي او امنيتي ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه ديرش تنه نور ټپيان شول.
دغه عمليات چې د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ په ننګرهار ، لغمان ، کاپيسا، غزني، روزګان، تخار، بغلان، بلخ ، فارياب او هلمند ولايتونوکې ترسره شول؛ له امله يې د روزګان ولايت د ترينکوټ ښار د کوټوال تپې په مربوطاتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ د غزني ولايت د قره باغ او ده يک د ولسواليو په مربوطاتوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل او پنځلس تنه ټپيان شول او د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په مربوطاتوکې څلور تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو له امله دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نوريې  ټپيان شول.
دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو ډار اچوونکى ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته