فرهنګ

دافغانستان د ژورناليستانو او رسنيو فدراسيون د سلواغې دمياشتې ديرشمه دچهارشنبې ورځ دافغانستان درسنيو په تاريخ کې ءدتورې ورځې په نامه ونوموله.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
د رسنيو يو شمير کارکوونکو ، د مدني ټولنې فعالينو او خبريالانو په يوه خبري غونډه کې د طلوع ټلويزيون په کارکوونکو تروريستي بريد وغانده په دې بريد کې چې پرون رامنځته شو د طلوع ټلويزيون يو شمير کارکوونکي او زموږ يو شمير بې دفاع هيواد وال شهيدان او څه ناڅه ديرش تنه نور ټپيان شول.
دژورناليستانو فدراسيون طالبانو ته وويل: چې هغوى به دخپل دغه جنايت بيه ورکړي.
دغه فدراسيون ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي دافغانستان د ژورناليستانو او رسنيو فدراسيون دطلوع ټلويزيون په کارکوونکو وحشيانه بريد په کلکه غندي او دغه ورځ دافغانستان درسنيو په تاريخ کې دتورې چارشنبې دورځې په نامه نوموي .
د طالبانو دتروريستي ډلې ددغه وحشيانه او جنايتکارانه بريد په ترسره کولو سره ثابته کړه چې انساني ، د بشري حقوقو او درسنيو د آزادو فعاليتونو ارزښتونو ته هيڅ راز درناوى نلرى او د دوى دغه جنايت ددغې ډار اچونکې او متحجرې ډلې دماهيت ښکارندوى دى .
دافغانستان د ژورناليستانو او رسنيو فدراسيون به په بيلابيلو پړاونو او اړخونو کې د طالبانو دتروريستي ډلې دغه نه بخښونکي جنايت ته ځواب ووايي او خپل مهم تصميمونه به له خلکو سره شريک کړي .
دغه ستر او بې سارى جنايت به د طالبانو له تروريستي ډلې سره درسنيو اړيکې بدلې کړي : تروريست طالبان به دخپل دغه نه بخښونکي عمل لپاره به ستره بيه ورکړي .
دافغانستان رسنۍ به له دې وروسته دترورستيو طالبانو دخبرونو دپوښښ په څرنګوالي او پاليسۍ کې جدي بدلونونه رامنځته کړي دافغانستان د ژورناليستانو او رسنيو فدراسيون دملي وحدت دحکومت له مشرتابه څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې دتروريستي ډلو کړۍ چې دنظام په دننه کې دي او دتروريستانو په ګټه تبليغات کوي او پروګرامونه جوړوي ډير ژر وپيژني او محاکمې ته يې راوکاږي.
دفدراسيون غړي دتروريستي ډلو په وړاندې د دولت دهر راز اقداماتو ملاتړ کوي.
دغه راز په دې خبري غونډه کې دافغانستان د آزادو رسنيو دڅارنې رييس صديق الله توحيدي ، دفدراسيون رييس رحيم الله سمندر او دافغانستان دخبريالانو دملي اتحاديې اجراييه رييس فهيم دشتي دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل .
او دخبريالانو دامنيت او خونديتوب لپاره يې د زياتو تدبيرونو دنيولو غوښتنه وکړه او خبردارى يې ورکړ،هغه رسنۍ چې دافغانستان د ژورناليستانو او رسنيو دفدراسيون داعلاميې له موادو او اقداماتو سره ملګرى او يوځاى نه شي ددغه فدراسيون له ملاتړ څخه به بې برخې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته