کابل/ د وري٧ مه / باختر
د کابل- پروان پر لویې لارې پرون په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه تنه ټپیان شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند کامران حبيبي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې تېره شپه اته بجې د جنوبي سالنګ ولسوالۍ د اولنګ په سيمه کې يو سراچه ډوله موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ چې په پايله کې د يوې ښځې او موټرچلوونکي په ګډون پنځه تنه ټپيان شول.
حبيبي زياته کړه چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست کارکوونکو د دغې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د پروان ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
د سرچينې په وينا، د روغتون مسوولينو د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللى دى.
\ ذ