۱۰۰ ورځې

د کورنيو چارو وزارت د کشفی ارګانونو له لوری پنځه تنه چې غوښتل يې په انتخاباتوکې په تقلب لاس پورې کړي ، لاس په لاس ونيول شول.

کابل باختر د ورى  پنځلسمه :
د کورنيو چارو وزارت د کشفی ارګانونو له لوری پنځه تنه چې غوښتل يې په انتخاباتوکې په تقلب لاس پورې کړي ، لاس په لاس ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقی وويل : څرنګه چې د کورنيوچارو وزيرمحمد عمرداوود زي ډاډ ورکړی ؤ چې په انتخاباتوکې به له هرډول لاس وهنې څخه مخنيوی وشي، له همدې کبله د کورنيو چارو وزارت ټول ارګانونه اوپه تيره بيا کشفی بنسټونه په تيرودوومياشتوکي په مختلفوڅانګوکي لاسته راوړني درلودلي چي پدي لړکي نن (۵) تنه چي له هغوڅخه يوتن يې په کابل ښارکې د يوانتخاباتی سايټ مسوول ؤ اود وظيفوي صلاحيتونوڅخه په ګټې اخېستنې سره غوښتل چې څه د باندې (۳۸۰۰)  د رای ورکونې کارتونه وپلوري ، د درنوجرمونوسره د مبارزې رېاست د کارکونکوله لوری له اسنادونواوشواهدو سره لاس په لاس ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند د يادوکسانونيول ، په انتخاباتوکې د تقلب په مخنيوي کي د ملی پوليسوله خوا بی ساری اقدام وباله زياته يې کړه چې په تيرو۲۴ساعتونوکې د هيواد په کچه د پوليسو له لوري په تصفيوی عملياتو کې ۲۱ تنه مشکوک کسان د کابل ښار په اړوندو سيموکې نيول شوي دي.
صديقی زياته کړه ، درې تنه ځان مرګي بريد کوونکي چې د بغلان ولايت اړوند په يوتعميرکې د ترهګريزوکړنوپه موخه ځای په ځای شوي ؤ، د ملی پوليسو له لوری په بيړنی اقدام کې، ځانمرګو بريد کوونکو خپل واسکټونه وچول اوله منځه ولاړل. پدې پېښه کې هيڅ چاته زيان ندی رسيدلی .
همداراز د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې (۸۰۰۰) عدده پټاقي او ۲۲ زره متره ثانيه سوزې پلتې چې په يوه هينوډوله موټرکې د افغانستان د خلکودښمنانوله لوری د تخريبی اعمالود ترسره کولوپه موخه ځای په ځای شوي ؤ، د پکتياولايت د امنيه قوماندانۍ د استخباراتوکارکوونکوله خوا کشف اود (۲) تنوعاملينوسره يوځای نيول شويدي. 
صديقی وويل: د چاوديدونکوتوکوڅخه ډک (2) موټرسايکلونه په هلمند ولايت کې د عامه نظم پوليسو له خوا کشف اوشنډ شويدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته