سیاست

دافغانستان د ملي امنيت دشوراله دفترسره دامريکا د حکومت دنغدي مرستو په باب د جمهور رئيس حامد کرزي ځواب .

کابلباختر دثور٩
د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهوررئيس حامد کرزي فنلند ته دسفر په بهير کې نن ددغه هيواد له مقاماتو سره له کتنې او خبرو وروسته دفنلند له جمهور رئيس سره په يوه ګډه خبري غونډه کې دخپلو خبرو د نتيجو په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل .
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان جمهور رئيس په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د وروستي ليکنې په باب چې په هغې کې ويل شوي دي (دامريکا استخباراتي دستګاه د افغانستان د ملي امنيت دشورا دفتر ته نغدې پيسې ورکوي وويل ) (هو،دافغا نستان د ملي امنيت دشورا دفتر په تيرو لسو کلو نو کې د امريکا د حکومت له خوا ملا تړ ترلاسه کړى دى ، نه په زيا ته اندازه بلکې په کمه اندا زه چې دغه مرستې دعمليا تي هدفونو ، له ټپيانو اوناروغانو سره دمرستې په ګډون په بيلا بيلو هدفونو اودکور دکرايې د ورکولو اود نورو هدفونو لپاره کارول شوي دي او په تيرو لسو کلو نو کې د افغا نستان حکومت ته ورکړاي شوي دي دغه مرستې ډيرې ګټورې وې او موږ يې مننه کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته