سیاست

تبصره

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
مقننه قوه ياملي شورا په هېواد کې دقانون جوړونې او دقانون دڅارنې دډيرې لوړې مرجع په توګه  ده اوخلک  هيله لري چې دغه معتبر بنسټ دملت غوښتنې منعکسې کړي او دقانون ملاتړى وي .
دباختراژانس مفسر ليکي: مقننه قوه ياملي شورا په هېواد کې دقانون جوړونې ډيره لوړه مرجع ده او داجراييه قوې په کړنو هم  څارنه لري او دخپلو دندو په ترسره کولو سره په ملي ژوندانه کې مهم رول لوبوي .
دقانون له نظره  دملي شورا دغړو دندې دقوانينو په وضع ، تعديل او لغو ، دملي بودجې په تصويب  ، دنړيوالو قرارداونو په تصويب ، دمجلس په غونډو کې دخلکو دغږ ، غوښتنې او نظر په انعکاس  او دمجريه قوې دکړنو په څيړنه  کې خلاصه کېږي .
دپورتنيو مواردو بريالي ترسره کول يوه اغيزمن ، دقيق او قانون محور پارلمان ته اړتيا لري چې له معامله کريو او له عقدې  ، تعصب او ګټې غوښتنې  څخه خلاص وي .
په اوسنيو شرايطو او حالت کې چې زموږ دنظام مسوولان اوخلک يوه باثباته اوهمکار پارلمان ته اړتيا لري  لازمه ده چې دخلکو وکيلان په هغه تګلوري  کې حرکت وکړي چې په هغه کې  دقانون تطبيق  او دثبات اعاده يو اصل وي .
خو له  بده مرغه خلک دداسې ناخوالو  شاهدان  دي چې ځينې يې په ملي شورا کې دخلکو ديوشمېر استازو په کړنو پورې اړه پيداکوي .
په ملي شورا کې سرچينې وايي  چې په لسګونو تقنيني  سندونه اوطرحې ، په لسګونو قوانين په عمومي غونډه کې دنصاب دنه بشپړېدو په دليل له تصويب  څخه پاتې شوي دي  خو دشورا غړي هغه کارته درسيدګۍ لپاره چې دهغوى شخصي او ګروهي ګټې رانغالي ، بيړنۍ غونډه جوړوي .
په داسې حال کې چې دبيړنۍ غونډې  جوړول دولسي جرګې دداخلي دندو په اصولو کې کوم تعريف  نه لري .
يواځې دغه مسئله نه ده زيات موارد شته ښي چې ملي شورا په دې نه ده بريالى شوې چې په خپلو دندو عمل وکړي
دملي شورا په نسبت زياتې نيوکې او خبرې شته، زور زياتي ، له بې پيلټووسايطو څخه ګټه اخستنه له مجوز پرته دوسيلې لرل ، دادارو په کار او چارواو قراردادونو کې لاسوهنه هغه نيوکې دي چې دمجلس يوشمېر غړو ته متوجه دي .
دغه تورونه يواځې دخلکو له لوري نه بلکې دمجلس ديوشمېر غړوله خوا هم طرحه کېږي چې په خپلو ملګروله قانون څخه دسرغړونې تور لګوي .
له بلې خوا دقانون دتنفيذ  له بنسټونو سره همکاري  بايد دپارلمان دهر غړي لومړيتوب  اولومړى ژمنه وي.
هغه کسان چې قانون جوړونکي دي، بايد قانون منوونکي هم وي او دقانون اودولسواکۍ  دپراخ بنسټه  کېدو لپاره دقانون دتنفيذ له بنسټونو سره همکاري وکړي اوخپل پارلماني خونديتوب دخپل فعاليت دپراختيا لپاره يو فرصت فکر کړي، نه يواځې  شخصي مقصدونو او له قانون څخه سرغړونې ته درسيدولپاره يو امتياز .
  خلک دهېواد له پارلمان څخه دهغو چارو دڅيړنې هيله لري  چې دهېواد اوخلکو له برخليک  سره تړاو لري .
  په داسې حال کې چې سرغړونه اوقانون ماتونه کولاى شي دملت له کور څخه دخلکو هيله کمه کړي .
  هيله ده چې ملي شورا په ټولنه کې خپل تعريف بيا پيداکړي او غړي يې درک کړي چې دسترو ماموريتونو دترسره کولو لپاره ډګر ته راوتلي دي او هغوى دي چې کولاى شي عامه ګټوته په رسيدو کې  له نظام سره مرسته وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته