ټولنه

په خوست کې دپسرلۍ درارسيدو په درشل کې دنيالګيو ايښودل پيل شول

کابلباختر د کب د مياشتې١٣مه
دپسرلي  درارسيدو په درشل کې  په خوست ولايت کې دنيالګيو دايښودلو کار پيل شو.
ټاکل شوې ده لس زره ميوه لرونکي  او ډولي نيالګي  په  چوکونو ،  شنوساحو ، دواټ په دننه ګلدانونو  کې ددولتي او تحصيلي  مرکزونو  له خوا کيښودل شي .
  دخوست  ښاروال عبدالبصير  محمدزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوى دنيالګيو  دايښودلو کار دخلکو په همکارۍ  پيل کړى دى اوهيله لري چې دغه اقدام دخلکو ترمنځ په يو فرهنګ بدل شي
ده دخوست له ښاريانو وغوښتل چې تر څو ددغو نيالګيو په ساتنه کې دښاروالۍ  له کارګرانو سره همکاري وکړي .    ختم_ سعيده_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته