امنیت

په ننګرهار کې د داعش د هدفمندوترورونو یو مسوول ونیول شو

کابل / د چنګاښ ۲۰ / باختر
د ملي امنیت ځواکونو په ننګرهارکې د داعش د هدفمندوترورونو د یوه مسوول د نیول کېدوخبرورکړ.
دغه داعشي تېره شپه ناوخته په سرخ رود ولسوالۍ کې له یو پټنځي ونیول شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باخترآژانس ته وویل چې نیول شوی سړی په سرخ رود او د ننګرهار په یوشمېرسیمو کې د داعشیانو د هدفمندو ترورونو د سازمان ورکولو مسوول و.
له دغه داعشي څخه یو لب تاپ او جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
دداعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته