اقتصاد

شپيته مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باخترد جوزا دمياشتي ٢٣ نيټه :

مرکزبانک شپيته مليونه ډالر دليلام په ډول پلوري

ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوي ده ويل شوي دي  دافغانستان بانک دروان کال دغبرګولۍ دمياشتې په ٢٨ نيټه ديکشنبې په ورځ شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .

په شرايطو برابر هغو صرافانو اوتجارتي بانکونو ته چې پخوايي لس زره  ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک  دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي  بلنه ورکول کيږي چي په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبي فورمي  دليلام دورځو دسهار په اته نيمو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي  او په نهو بجو دي بيرته وسپاري  . هغه صرافان  چې تراوسه پورې يي لس زره ډالره  دتضمين په ډول په ليلامونو کې دګډون په مقصد نه دي تحويل کړي کولاي شي له داوطلبي  څخه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسي تحويلي او په راتلوونکو ليلامونو کې دي ګډون وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته