ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دآزموينو رياست خبرتيا

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٣ :
دکانکور آزموينې  دکانکور دآزموينو درياست له خوا له برابر شوي پلان سره سم دهېواد په مرکز او ولايتونو کې پيل شوي دي  ددغه بهير دلازيات شفافيت   او دعدالت دتامينولو په لاره کې خاص تدبيرونه نيول شوي دي   چې په دې    ډول دي :
١_   دکانکور له ټولو داوطلبانو څخه په جدي توګه   غوښتنه کيږي چې دآزموينې په ورځ له مبايل  او نورو الکترونيکي وسايل او وسلې  سره د آزموينې صحنې ته داخل نه شي .
له داوطلب سره دمبايل  دشتون په صورت کې  که څه  هم استفاده يې هم ورڅخه نه وي کړي  آزموينه يې باطله  اومبايل يې ضبطيږي .
٢_ د کانکور ټول داوطلبان دې دځوابونو په پاڼو کې يوازې   له تور توش او يا خودکار قلم څخه استفاده وکړي.
دپنسل په  واسطه  ډک شوي ځوابونه اعتبار نلري .
٣_  دکانکور ټول داوطلبان مکلف دي  چې په  ټاکلي ورځ  او  وخت دآزموينې په  صحنه کې حاضر وي  له ټاکلي وخت او ورځ څخه بهر معذرت يې نه منل کيږي.
٤_  دکانکور ټول  داوطلبان مکلف دي چې  دپښتنو په حل کولو له پيلولو مخکې دپوښتنې دکتابچې دفورم لمبر  دتور خودکاريا خودرنګ قلم په واسطه په ټاکلي ځاى کې وليکي دسرغړونې په صورت کې  قانوني چلند ورسره کيږي.
٥_  دکانکور داوطلبان دې د آزموينې په ورځ  په آزموينه کې دشموليت کارت له ځان سره ولري .  په آزموينه کې  دشموليت دکار دنه شتون په صورت کې  په آزموينه کې  له شموليت څخه معذرت غوښتل کيږي .
٦_  د کانکور ټول داوطلبان دې له استعداد ، لياقت  او علاقمندۍ له مخې  دنظر وړ څانګه  په دقيقه توګه  انتخاب کړي .  ځکه دکانکور دنتيجو له اعلام وروسته  دنويو محصلانو  بدلون  نه کيږي .
په مرکز او ولايتونو کې دکانکور داوطلبان دې خبر وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته