امنیت

په فيروزکوکې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې يو پوليس شهيد او يو تن بل ټپي شو

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
د غور ولايت په تولک ولسوالۍ کې د پوليسو د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې يو پوليس شهيد او يو تن بل ټپي شو .
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې د تولک ولسوالۍ امنيه قوماندان د رسمي دندې په ترسره کولو سره د تولک ولسوالۍ د کشګر په سيمه د طالبانو له کمين سره مخامخ شو او د هغوى ترمنځ نښته کې د امنيه قوماندان يو ساتوونکى شهيد او يو تن بل يې ټپي شو.
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: سيمې ته د کومکي پوليسو د ځواکونو په رسيدو سره جګړه پاى ته ورسيده او طالبانو له سيمې څخه وتښتيدل.
ويل کيږي په دې نښته کې طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى، خو دقيق شمېر يې تراوسه پورې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته