امنیت

په هرات کې له بېوزلو کورنيو سره مرسته وشوه

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
په هرات ولايت کې يوسلو اتيا اړې کورنۍ د خلفاى راشدين د روژې له مرستو څخه ګټه واخيسته .
د خلفاى راشدين د بنسټ مسوول جليل احمدمنهدس زاده وايي: يوسلو اتيا تنو بېوزلو کسانو ددغه خيريه بنسټ د روژې د انسان دوستانه خوراکي توکو څخه برخمن شول.
مهندس زاده د دغو توکو  د ويشلو هدف  له اړو کسانوسره مرسته وبلله .
په دغو مرستوکې وريجې، غوړي، رب، بوره او مکروني شته چې د شهيدانو او معلولينو اوړندوکسانو کورنۍ يې تر پوښښ لاندې نيولې دي.
ده له ټولو خير غوښتوونکو او ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې په دې مبارکه مياشت کې له بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده:دا د روژې د مبارکي مياشتې له پيل څخه دويم ځل دى چې بېوزلي کسان د دغه بنسټ د انسان دوستانه مرستو ترپوښښ لاندې نيول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته