کابل باختر د مرغومي اوومه :
د امنيتي ځواکونو يوه الوتکه د شينډنډ په هوايي ډګرکې له پيښې سره مخامخه شوه .
د هېواد د هوايي پوځ لوى قوماندان وايي چې دغه الوتکه د راښکته کيدو په وخت کې له تخنيکي ستونزې سره مخامخه شوه او له يوې ودانۍ سره يې ټکر کړى دى .
دى زياتوي: که څه هم دغه الوتکه ويجاړه شوې ده؛ خو سپرليو ته يې زيان نه دى اوښتى .
په تيرو دوو مياشتوکې دا د افغانستان د هوايي پوځ دريمه الوتکه ده چې په لويديځه حوزه کې ويجاړيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ