پاريس باختر دسلواغي نهه ويشتمه
دفرانسې پولي واحد ، فرانک پرون دخپل چلند رووستي ورځ تيري کړه او خپل قانوني وجاهت يې له لاسه ورکړ .
دټولو دتصور پرخلاف او داروپا په پولي واحد يورو باندې له خلکو سره دپاتي شوو فرانکو دبدلولو لپاره دبانکونو د څانګو له چمتووالې سره سره ددوفراس بانک اعلام وکړ .
دفرانک له اعتبار څخه دوروستۍ ورځې په پاى کې دشپږ سوه دوو مليونو يورو معادل څه ناڅه پنځوس مليونه فرانک بانکنوتونه ددغه هيواد له خلکو سره پاتي شوي دي .
فرانک له ١٧٩٥ ميلادي کال راپه دې خوا دفرانسي درسمي پيسو په توګه چلند درلود او په ١٩٦٠ م کال کې هم دزاړه فرانک ځاى نوي فرانک بازار ته داخل شو چې دپخواني فرانک په وړاندې يي ارزښت سل برابره و .