سیاست

له افغانستان څخه دناتو د دوامدار ملاتړ په لاره کې ددغه سازمان دعمومي منشي ټينګار .

کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
دناتو  عمومي منشي  يوځل بيا ټينګار کړى دى  چې دغه پوځي تړون  دافغانستان په باب  په خپلو ژمنو ولاړ دى .
باختر اژانس  دامريکا غږ راډيو له خولې خبر راکړ ينس ستولتنبرک  په بروکسل کې دامريکا د دفاع له وزير  جيمز متيس سره  په يوه خبري غونډه کې وويل  چې ناتو  دافغانستان په ګډون له بيلابيلو هېوادونو څخه  له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې  خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .
دامريکا ددفاع وزير  هم وويل چې واشنګتن  به  په بيلابيلو برخو کې دناتو ملاتړ وکړي . 
متيس دچارشنبې په ورځ  دلومړى ځل لپاره  دناتو دغړو هېوادونو  ددفاع وزيرانو  په غونډه کې ګډون وکړ .
ده  دناتو عمومي منشي ته ډاډ ورکړ  چې هېوادبه يې  له دغه پوځي  تړون سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .
ستولتنبرک دامريکا ددفاع له وزير سره  له ګډې خبري غونډې وروسته  يوازې په يوخبري کنفرانس کې ګډون وکړ او دخپلو خبرو په بهير کې  دهغو درسونو يادونه وکړه چې ناتو  له افغانستان څخه زده کړې دي .
ده زياته کړه که چيرې له افغانستان څخه کوم درس زده شوې  همدا  چې بايد افغانانو ته  دروزنې بهير  ډير ژر  پيل شوى وى  او دخپلو امنيت دتينګښت مسووليت  دوى په خپله په غاړه اخستى وى .
  په بروکسل کې  دناتو  دغړو هېوادونو ددفاع وزيرانو دغونډو له پيل څخه مخکې  ستولتنبرک  ويلي و  دناتو غړي هېوادونه به هيڅکله پرې نه ږدي چې افغانستان يوځل بيا دتروريستانو په امن پتڼځي  بدل شي .
په بروکسل کې دامريکا ددفاع وزير جيمز متيس  په يوه خبري غونډه کې وويل  چې هېواد يې  ناتو ته  ديو ارزښتناک شريک په توګه  ګوري . خو دمتيس دڅرګندونوله مخې ،  له ناتو سره دهمکاريوپه باب  ځينې کوچني بدلونونه رامنځته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته