ټولنه

پکتیکاوال: د سر په بیه له خپل حکومت څخه ملاتړ کوو

ښرنه باختر د چنګاښ د مياشتې ۳ مه
د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د یوې پراخې غونډې پرمهال له دولت څخه د ملاتړ او ننګې کولو ترڅنګ خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه غونډه چې د ارګون ولسوالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پکتیکا  د والي محمدالیاس وحدت په ګډون سربېره د ولایتي شورا غړو، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو په کې برخه لرله.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومت څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړ او زیاته يې کړه چې د سر په بیه به له خپل هېواد او موجود نظام څخه ننګه کوي.
د دوی په خبره، د روغتیا، پوهنې او بیارغونې په  برخو کې له یو شمېر ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي او له حکومت نه یې د حل غوښتنه کوي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د سروبي ولسوالۍ د اوسېدونکو له ملاتړ او سرښندنو څخه مننه وکړه او په خبره یې دغې چارې یې په سیمه کې هر ډول پرمختګونو ته لاره اواره کړې.
وحدت د سروبي ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له ځانه سره د اواري په موخه یاداښت کړل او زیاته یې کړه چې د خلکو په همکارۍ به ستونزې اواروي او پرمختګونو ته به لاره پرانیزي.
د یادونې وړ ده چې له دې دوه ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هم د نکې، زېړوک، ګیان او برمل ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې پراخې غونډې پرمهال له دولت څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته