کابل باختر د وري دولسمه :
د افغانستان پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى
دکورمې په پاړه چنار سيمه کې د ښځو له امام بارګاه سره نېږدې شوې چاودنه چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندي.
دپخواني جمهور رييس حامد کرزي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
حامد کرزی دغه برید یو بشري ضد عمل او له ټولو انساني او اسلامي اصولو او موازینو سره په ټکر کې بولي او یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره ټینګه همکاري وکړي او د دواړو هېوادونو ملتونه چې د تروریزم قربانیان دي له دغه ناورین څخه وژغوري.
پخوانی جمهور رئيس د لوی خدای له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي
0 1 دقیقه لوستل