قندهار باختردکب دمياشتې ٢١ :
شپږتنه ماين ښخوونکي په قندهار کې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
ددغې پيښې ټپيان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
دغه پيښه پرون مازيګر دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه .
په قندهارولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو يو تن چارواکي باخترآژانس ته وويل: په دغوکسانو د شاه ولي کوټ په مربوطاتو کې د ماين ښخولو په وخت کې د امنيتي ځواکونو له خوا بريد وشو چې شپږ تنه يې و وژل شول او څلور تنه نوريې ونيول شول.
له نيول شويوکسانو څخه دپيکا څلور سوه پنځوس ګولۍ او يوولس ماينونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ