کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
دهرات ولايت په اسلام قلعه ولسوالۍ کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
دهرات ولايت دروغتون اداري مدير او وياند محمد رفيق شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ټپيان په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي .
دهرات ولايت دترافيکو يومسوول ددغې پيښې علت دچلوونکي چټکتيا اوبې احتياطي وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ