کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢٦
د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو د طالبانو د تيرې شپې د وسله والو بريدونو له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ د راغک په کلي کې په امنيتي پوستو د طالبانو د تيرې شپې بريد دوه ساعته دوام وکړ.
حيدري څرګنده کړه: په دغو بريدونوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى، خو په دغو جګړه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ