امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندان وياند دباختراژانس خبريال ته وويل دغه نښته  په دولت اباد ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو دطالبانو له بريد څخه وروسته وشوه چې له امله يې   شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپه توپان مشهور مولوي احسان الله  دطالبانو دپوځي قوماندان په ګډون څوارلس تنه طالبان ټپيان شول .
ويل کېږي  چې دښمن دسردزيات زيان په زغملو سره له ساحې څخه وتښتيدل او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته