امنیت

څلور تنه پوليسان په جوزجان کې شهيدان شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
څلورتنه سيمه ييز پوليسان تېره شپه په جوزجان ولايت کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله شهيدان شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د درزآب ولسوالۍ د آق بلاق په کلي دسيمه ييزو پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې څلور تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.
خبرځاى زياته کړه: وسله والو طالبانو د پوستې درې ميله وسله هم له ځان سره وړې ده او پيښه د پوليسو له خوا څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته