١٩_ کابل باختر د مرغومي شپږمه
د وسله والو مخالفينو په چاوديدونکو توکو بار يو موټر پرون هدف ته له رسيدو مخکې په غزني ولايت کې وچول شو
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو له دغو چاوديدونکو توکو څخه په استفادې سره غوښتل د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ په مرکز بريد وکړي، خو هدف ته له رسيدو مخکې د دغې ولسوالۍ مرکز ته څيرمه وچاوديد.
نوري زيات کړه چې په دغه چاودنه کې پنځه تنه وسله وال مخالفان چې په دغه موټرکې سپاره وو او غوښتل يې د دغو چاوديدونکو توکو په چولو سره ډله يېز بريد وکړي ووژل شول .
ختم_عطاالله –اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ