امنیت

اووه شپیته تنه ډاراچوونکې هېواد په بېلا بېلوسیموکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي ۲۴ مه
د هېواد په یوشمېر ولایتونوکې پرون د امنیتي ځواکونو په ګډو محاربوي عملیاتوکې ۶۷ تنه ډار اچوونکې ووژل شول او ۲۸ تنه نور یې ټپیان شول .
دغه راز د دغوعملیاتوپه بهیرکې ۱۴ تنه مشکوک کسان هم د امنیتي ځواکونوله خوا ونیول شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتې دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د خلکو د سر او مال د ساتنې او د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، قندهار، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان ، بلخ، روزګان او د هلمند د ولایتونوپه مربوطاتوکې ترسره شول.
د دغوعملیاتو په بهیرکې د حکمت الله په نامه د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان هم وژل شوی او د دښمن څلورپټنځي، اته موټرسایکلونه، پنځه موټرونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته