ټولنه

د پچير اګام ولسوال وستايل شو

جلال اباد باختر د سلواغې د میاشتې ۲٦ مه
د ننګرهار ولایت د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني د دغه ولايت د ولايتي شورا له خوا په ستاينليک سره وستایل شو.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي جاويد زمان غمشريک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې، د پچير اګام ولسوالۍ ولسوال د امنيت په ټينګښت ، د ولسونو په يووالي او په دغه سيمه کې د ناامنۍ په له منځه وړلو کې بې سارې هلې ځلې کړي دي.
هغه زياتوي چې رحماني د تېرو څو مياشتو راهېسې په ډېرو سختو جنګي حالاتو کې د يادې ولسوالۍ چارې په مېړانې سره مديریت کړي دي،نو له همدې امله ستايل کېږي.
په همدې حال کې د پچيراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني ژمنه وکړه ، چې د امنيت د ټينګښت او د ولسونو د يووالي لپاره به لا زياتې هلې ځلې وکړي او چاته به اجازه ورنه کړي ، چې په دغه ولسوالۍ کې ورانکاري فعاليتونه ترسره کړي.
هاخوا بيا د ننګرهار ولایت اوسيدونکي وايي چې دولت دې هغه سيمه ييز چارواکي لا نور هم وستايي چې د جنګ په لومړيو کرښو کې دښمن له ماتې سره مخامخ کوي او اجازه نه ورکوي چې د ولسونو ارام ژوند ناارام کړي.
دوی غوښتنه کوي چې مرکزي دولت دې هغه چارواکي له دندو ګوښه کړي چې يوازې خپل سر ساتي او پر ځای دې هغه کسان په دندو وګماري چې د ولس په درد دردمن شي او د ولسونو د ارام ژوند لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته