سیاست

په غزني کې دمرکزي سيمو بې ځايه شويو کسانو له قانون پوه محمد سرور دانش سره وکتل .

-کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
د غزني دمرکزي سيموبې ځايه شويوکسانو دجمهور رييس له مرستيال قانون پوه محمد سرور دانش سره وکتل اوپه دغه ولايت کې يې دبې ځايه شويوکسانو دستونزو دڅيړنې لپاره ددولت دپاملرنې غوښتنه وکړه .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دکتنې برخه والو په غزني ولايت کې دمرکزي سيمو دبې ځايه شويو کسانو شمير اووه زره کورنۍ وبللې او دکورونو په برابرولو ، داقتصادي ستونزو په لرې کولو ، او په پوهنې دهغوى دلاسبرۍ  په کار کې دحکومت په جدي پاملرنې باندې ټينګار وکړ .
دڅښاک په روغتيايي اوبو نه لاسبري او دملي پيوستون  دپروګرام نه تطبيق  چې پخوا بشپړ شوى و او په بې ځايه شويوکسانو دځمکې  ويش دکتنې دبرخه والو اصلي غوښتنې  وې  چې دجمهور رييس له مرستيال سره طرحه شوې .
په مقابل کې  دجمهور رييس مرستيال  هم وويل چې دبې ځايه شويو کسانو دميشت کولو پروګرام  لاتراوسه پورې په اساسي او اصولي ډول ترلاس لاندې نه دى نيول شوى خو داهيله شته چې دځمکې خپلواکه اداره وکولاى  شي په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي .
  دجمهور رييس مرستيال ومنله چې په افغانستان کې په بې ځايه شويوکسانو ، کوچيانو ، پانګې اچوونکو او په نورو بيلابيلو قشرونو دځمکې دويش لپاره زمينه برابره ده خو په دې لاره کې عملي  اقدام وخت او لازمو تدبيرونو ته اړتيا لري .
دجمهور رييس مرستيال دکتنې دبرخه والو د نورو غوښتنو دڅيړنې په برخه کې  هم ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې نوي حکومت د شتو امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته  دا اسانتياو  دبرابرولو او دخدمتونو دوړاندې کولو په کارکې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته