کابل باختر دزمري نولسمه :
څو شيبې مخکې يوه کرولا موټر له ټانکر سره ټکر وکړ.
دغه پيښه د شبرغان_سرپل د لويې لارې په اوږدوکې د سيدآباد په ساحه کې رامنځته شوه.
د لويې لارې د ترافيکو يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دواړو ليږدوونکو وسايطو اور اخستى او د سر زيان او مالي تاوان يې اړولى دى، خو تر اوسه پورې دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
د پيښې جزييات وروسته خپريږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ