ټولنه

دخوست ښار په واټونو کې دڅراغونو دلګولو دپروژې کارپيل شو

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
دخوست ښار په واټونو کې د ډولي څراغونو دلګولو دپروژې کار نن پيل شو.
دخوست دښاروالۍ مسوولين وايي په لومړي ګام کې پنځه ويشت څراغونه په عمومي واټونو کې او پنځه ديرش څراغونه هم ددغه ولايت په اداري مجتمع کې ودرول شول.
له ستنوسره يې ددغو  څراغونو درول څه ناڅه څلورنيم مليونه افغانۍ لګښت لري چې دسيکا له غير حکومتي مرکز له خوا ورکول کيږي.
ټاکل شوې ده دغه پروژه دخوست دښاروالۍ او ددغه ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا درياست په همکارۍ دولسواليو په مرکزونو او عمومي واټونو کې هم تطبيق شي.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي له دغو څراغونو څخه دګټې اخستنې په مراسمو کې وويل :- چې دوى هلې ځلې کوي چې دلويو لارو په ګډون دښار او ولسواليو نورې سيمې هم ددغه پروګرام دپراختيا سره  روښانه کړي.
دخوست والي دامنيت په ښه کيدو د خلکو دتګ را تګ دستونزو دلرې کولو او دښار دښکلا دښه کيدو په لاره کې ددغو څراغونو درول ارزښتناک وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته