نړۍ

دتاجکستان عالمانودداعش له ډلې سره پيوستون حرام وباله .

دوشنبه  باختر  د غبرګولي  څوارلسمه :
دتاجکستان  داسلامي مرکز دعالمانو شورا دداعش له تروريستي ډلې سره  پيوستون حرام او کبيره ګناه وبلله .   دتاجکستان  داسلامي مرکز  دعالمانوشورا دفتوا  په صادرولوسره دداعش په ډلې  دبي رحمانه  ډله ئيزې وژنې ، دښځو او نجونو پرخلاف دجنايت او دملتونو  دله منځه وړلو تور ولګاوه او ددغې ډلې غړي يې ( خوارج ) وبلل .  په دې فتوا کې دغه راز ويل شوي دي چې دداعش تروريستي ډله دنورو بنسټپالو ډلو په شان داسلام دمبين دين له مقدساتو او دمسلمانانو له ديني ولولو څخه په استفادې سره خپل کرغيړن  پلانونه عملي کوي .  مخکې له دې دتاجکستان سترې محکمې هم دروان کال دغبرګولي دمياشتې په لومړۍ  نيټه دداعش  تروريستي ډله يو بنسټپال او افراطي سازمان بللى و او په تاجکستان کې فعاليت يې منع اعلام کړى و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته