کابل باختر د وري اتلسمه :
دننګرهار ولايت پوليسو نن دښوونځى ديوه زده کوونکې دتښتونې مخه ونيوله .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل : ناپيژاندو وسله والو کسانو غوښتل چې ددغه ولايت دبهسودو ولسوالۍ د اډې فارم په ساحه کې دښوونځى يو زده کوونکې دوزير محمدګل خان ليسې ته له څيرمه ساحې څخه وتښتوي ، دپوليسو له يوسلو نولسمې ګنې څخه په استفادې سره ددغې پيښې مخه ونيول شوه .
دحضرت حسين دڅرګندونو له مخې دپيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي دي او دهغوى يو کرولاموټر له يوکلاشينکوف سره دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ