کابل ، د غوايي ۷ مه ، باختر
د پکتیکا د مرکز ښرنې د میرزا کلا کلي د ملتان څښاک جوړلو په کارخونه کې درې تنه د درغلۍ په تور ونیول شول.
نیول شویو کسانو به پر تاریخ تېرو څښاکو نېټه تازه کوله او بیا به یې په بازار کې پلورل.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې له نیول شویو کسانو څخه په زیاته اندازه تاریخ تېري څښاک هم ترلاسه شوي او پوښتنې او پلټنې ترې روانې دي.
ن/ر