سیاست

داجرائيه رياست وياند : دخلکو دستونزو دحل کولو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې دي

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
دخلکو دستونزو دڅيړنې او حل کولو لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت د اجرائيه رئيس غوڅ او ګام په ګام اقدام ، دهېواد داجرائيه رياست دوياند دخبرو محور دى.
داجرائيه رياست وياند  ډاکتر مجيب الرحمن رحيمي  په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې  دننګرهارولايت دملي راډيو ټلويزيون په مرکز تروريستي بريد جنايتکارانه وباله او  ويې غانده او هغه يې   دافغانستان دخلکو دغږ د غلې کولو لپاره  دمذبوحانه او  غيرانساني هلوځلوپه توګه وباله اوټينګار يې وکړ چې تروريستان په دغه شان غير انساني اقداماتو سره هيڅکله نه بريالي کيږي .
ده دتيرې اوونۍپه بهيرکې  دبدخشان او هرات ولايتونو ته د هېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سفر دخلکو ستونزو دڅيړنې اوله امنيتي ځواکونوسره دغوڅ ملاتړ داعلامولو لپاره يو جدي اقدام وباله .
داجرائيه رياست وياند  دټوليزو رسنيو دشتون او هڅو له امله  دقدردانۍ په ترڅ کې دافغانستان دخلکو دستونزو د حل کولو لپاره داجرائيه رياست دعملي اقداماتو  دتعقيبولو  په موخه  دهغوى تصميم  درسنيو او حکومت ترمنځ داغيزمن تعامل په لاره کې يو مثبت  ګام وباله .
ډاکتر رحيمي زياته کړه  دهېواد اجرائيه رئيس   د وزيرانو شورا دکار دلارښود يوه برخه  په مستقيم ډول  او  دخلکو د استازو او داړوندو بنسټونو دمسوولينو په شتون  د هغو دستونزو دحل کولو لپاره  اختصاص کړې ده .
دهېواد داجرائيه رياست دوياند دڅرګندونوله مخې ؛ ټاکل شوې ده په راتلوونکو دوو اوونيو کې دبادغيس دخلکو له څيړنې وروسته   په راروانو  اوونيو کې دبدخشان او هرات دخلکو چلنجونه دهغو داستازو  اوداړوندو  وزارتونو او ادارو  دمسوولينو په شتون طرحه او حل شي  او ټاکل شوې ده دغه  بهير هماغه شان دوام ومومي  او دنورو  ولايتونو  ستونزې هم و څيړل شي او حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته