نړۍ

بانکي مون : همدردي خپل ځای کرکې ته ورکړ.

نیویارک – ایرنا – باختر د چنګاښ ۱
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي د مهاجرینو او پناه غوښتوونکو په باب د بیلتون غوښتوونکو سیاسي چلندونو او خبرو ورځ په ورځ زیاتیدونکي رواج او د مدیترانې په اوبو کې د زرګونو تنو مهاجرینو د مړنیې د همدردۍ د حس پرځای د نفرت او د نه زغم ځای پرځای کیدوته په اشارې سره دا کار د نړیوالې ټولنې د ډله یزې ماتې ښه نښانه وبلله.
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي بانکي مون پرون د پناه غوښتوونکو د کالیزې په مناسبت په یو پیغام کې وویل چې په نړۍ کې اجباري مهاجرت بې ساري کچې او درجې ته رسیدلی دی.
ده د نړۍ د بیلا بیلو سیمو د څه  د پاسه ۶۵ میلیونو تنو بیځایه کیدوته په اشارې سره پرله پسې نښتې او تاوتریخوالي ددغو مهاجرتونو عامل وباله او له نړیوالې ټولنې څخه بي وغوښتل چې د نړۍ د میلیونونو تنو بیګناه خلکو په ژوندانه د جګړو او ځورونو ناوړو اغیزو ته په مسولانه نظر سره وګوري.
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي د هغو ټولنو په نسبت چې د نړۍ په ډیرو لرې پرتو سیمو کې يی له مالي ستونزو او ناخوالو سره سره ددغو مهاجرینو کور به توپ په غاړه اخيستی دی د قدرداني او مننې په څرګندونو سره دا کار د نړیوالې ټولنې ستره او انساني دنده وبلله اووی ویل چې همدا اوس په سلو کې ۹۰ پناه غوښتوونکي د نړۍ د کمو عواید لرونکو په هیوادونو کې استوګنه لري.
بانکي مون زیاته کړه: په تیرکال کې څه پاسه یونیم میلیون تنه پناه غوښتوونکي په دې بریالي شوي دي چې د مدیترانې اوبو له لارې ځان اروپايی هیوادونو ته رسوي.
خو په لسګونو زره تنه چې په دغو سفرونو کې وژل شوي دي او ټینګاريی وکړ چې ددغو مهاجرینو مړینه له دغه بحران سره په سم چلند کې د نړۍ دډله یزې ماتې نښه نښانه بلل کیږي.
ده دوام ورکړ چې په نننۍ نړۍ کې له مهاجرت سره د ضدیت غږ دومره لوړ شوی دی چې نور هغه ته د ښه راغلاست ویلو د غږ اوریدل ناشونی بریښي.
د ملګرو ملتو دسازمان سرمنشي یو ځل بیا دغه بیساري تاریخي بحران ته په سمه توګه ځواب ورکولو لپاره د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه په مرستې باندې ټینګار وکړ چې له دغه بحران سره چلند باید له توپیر پرته او نړیوالو انسان دوستانه قوانینو ته له درناوي سره جوخت د ګډو انساني ارزښتونو له مخې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته