کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د ترافيکو دپوليسو يوه افسر دکابل ښار د ميرويس ميدان په ساحه کې يو انسان تښتونکى ونيوه.
دغه انسان تښتونکى پرون هغه وخت د ترافيکو د پوليسو ددغه افسر له خوا ونيول شو چې دکابل ښار دميرويس ميدان په ساحه کې يې ديوه موټر چلوونکي دتښتولو نيت درلود.
د هيواد دکورنيو چارو وزير محمدعمر داود زي نن د ترافيکو د پوليس دغه افسر دخپل کار دفترته وغوښت او دپوليسو دمسوليت پيژندونکي افسر په توګه يې دده ميړانه وستايله.
1 د یوې دقیقې څخه لږ