امنیت

انکشافي خبر

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
نن مازيګر د مامورينو د سپرلۍ په يو موټر د کابل ښار د ګذرګاه په ساحه کې تروريستي بريد وشو.
ويل کيږي هغه موټر چې بريد پرې شوى دى؛ پوځيان پکې سپاره وو.
دا معلومه نه ده چې پيښه د ځانمرګي بريد زيږنده ده او يا بمي چاودنه؟
له دغې پيښې وروسته اور ولګيد او ٣٠٣ ډوله موټر چې مامورين پکې سپاره وو؛ په بشپړه توګه سوځيدلى دى .
امنيتي خبرځايونه وايي چې په دې پيښه کې د سر زيان اوښتې دى؛ خو شمېر يې معلوم نه دى.
د ملي دفاع وزارت تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته