سیاستخبرونهامنیتTOP

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه لیدنه وکړه

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې د يوه جومات د بنسټ ډبرې ایښودلو ترڅنګ د یادې قول اردو له مسؤلینو سره وکتل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال له ښوونیز مرکز او نورو بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې نوموړي په دې کتنه کې د ياد قول اردو د مسوولينو وړانديزونه هم واورېدل او د چارو د ښه تر سره کولو په تړاو يې د هغوی هڅې وستايلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته