اقتصاد

جمهوررئیس غني په بامیانو کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې پرانيستلې

کابل باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني دایکنډي ته له یو ورځني سفر وروسته پرون مازدیګر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بامیانو ولایت ته ورسېد.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د کابینې یو شمېر وزیرانو یې ملتیا کوله، په پیل کې دشت اژدر سیمې ته ولاړ او هلته یې د برېښنا رسولو د درې مهمو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې، په دغو پروژو کې د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشن، له دوشي څخه تر بامیانو د ۲۲۰ کیلو ولټ لېږد مزي د تمدید او ۲۰ زره کورونو ته د برېښنا د وېش شبکه شامله ده.
په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب د یادو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، یادې پروژې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند دي چې کابو ۸۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي او قراردادونه یې مخکې د جمهوررئیس غني په حضور کې له درې بېلابېلو کمپنیو سره په ارګ کې لاسلیک شوي دي.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به بامیان چې تل د روښنایي مظهر وو او دا ځل به یې د خلکو کورونه روښانېږي.
هغه زیاته کړه: برېښنا د زېربناوو زېربنا او د کرنې، صنعت او ترانسپورټ د پراختیا امکان دی چې په لومړي قدم کې به د بامیانو د خلکو په ژوند کې بنیادي تغییر راولي او بیا به دایکنډي ولایت ته غځېږي.
د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشن پروژه د ۳۲ میګا واټو په ظرفیت د بامیانو په دشت اژدر سیمه کې موقعیت لري، ۱۱،۶ میلیون ډالره لګښت پرې راځي او عملي چارې یې (M/S Xinjiang Electric Power Construction)  د ام اس زینجاینګ چینایي قراردادي کمپنۍ له لورې اجرا کېږي.
دویمه پروژه یې د ۴۳،۸ میلیون ډالرو په ارزښت ده، د دوشي سب سټیشن څخه تر بامیانو پورې د ۳۰۰ میګاواټو په ظرفیت د ۲۴،۱ میلیون ډالرو په ارزښت د ۲۲۰ کیلوولټ لېږد مزي تمدید دی چې عملي کار یې د هندي (Shyama Power) شیاما پاور قراردادي کمپنۍ له لورې ترسره کېږي.
د درې واړو پورته ذکر شویو پروژو مالي لګښت د اسیابي پراختیایي بانک له لوري تموېلېږي چې د دوو کلونو په موده کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.#
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته