سیاست

جمهور ريیس غني په افغانستان کې د چین له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل / باختر/ د زمري ٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر لیو جنسانګ سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د جمهور ريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت سفیر لیو جنسانګ ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهور ريیس غني فرمان ولوست.
په دې فرمان کې راغلي:"ښاغلي لیو جنسانګ د خپل ماموریت په موده کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو په ټینګولو او پراخولو، د دوه اړخیزه باور د لا زیاتولو او افغانستان ته د مرستو د جلب، تنظیم او رسولو په برخه کې هڅې کړي او د اړوندو دندو په ترسره کولو کې یې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې دي."
وروسته جمهور ريیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسي جمهوریت له همکاریو د مننې ترڅنګ، د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مناسباتو د پراختیا او د اړیکو د ټینګښت په برخو کې د لیو جنسانګ د نه ستړي کېدونکو هڅو له امله هغه ته یاد مډال ورکړ.
د چین ولسي جمهوریت سفیر د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال د ورکړې له امله مننه وکړه او ويې ویل، هېواد یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د جګړې د پای ته رسېدو، د سولې او ثبات په تامین، اقتصادي ودې، بیارغونې او د سولې په برخو کې یې د جمهور ريیس غني هڅې وستایلې.پاىذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته