سیاست

جمهورئیس غني د ډنمارک له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د ډنمارک له سفیر جین چارلز هلرمان کینګومبي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې پرون ماسپښین په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس محمد اشرف غني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له فساد سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د ډنمارک له همکارۍ او مرستو مننه وکړه.
جمهور رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې د نوموړي د هڅو قدرداني وکړه او نوموړي ته یې په راتلوونکو دندوکې د لا بریالېتوب هېله وکړه. 
ښاغلي کینګومبي د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې یې په خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه، جمهوررئیس غني او د ملي یووالي حکومت ته یې په ټولو برخو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په پروګرامونوکې د بریالیتوب هېله وکړه. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته