سیاست

د وزيرانو شورا د قوانينوکميټې غونډه وکړه

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
د وزيرانو شورا د قوانينو دکميټې غونډه د جمهوري رياست دلومړي مرستيال او د دغې کميټې د رييس محمد يونس قانوني په مشرۍ نن له غرمې مخکې دلوړ توناژ بار وړونکي ليږدونکو وسايطو د کنترول د مقررې د طرحې او د جواز سير د مقررې د ٣٧ او ٣٨ مادو د تعديل او دکرايې، سفريې او د جيب خرڅ د تنظيم دمقررې د طرحې په باب دخبرو لپاره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د وزيرانو شورا د قوانينو دکميټې د نننۍ غونډې په پيل کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې په هيوادکې د مهمو قوانينو طرحه شتون لري چې بايد  غور او خبرې پرې وشي. ځکه هغو ته د خلکو او هيواد اړتيا زياته ده.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په اړوندومسوولينو باندې ټينګار وکړ: هغه  قوانين چې زيات کاري لومړيتوبونه لري او دپړاونو بشپړول يې دهيواد په اقتصاد باندې زياتې مثبتې اغيزې لري او له دې امله ضروري ده چې د وزيرانو شورا د قوانينو کميټه دې د هغو دڅيړنې کار پيل کړي او د قانوني پړاونو د بشپړولو  لپاره دې د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
وروسته د عدليې وزارت معين د لوړ توناژ د باروړونکو ليږدونکو وسايطو دکنترول د مقررې او د جوازسير د مقررې د ٣٧ او ٣٨ مادو د تعديل او دکرايې، سفريې او د جيب خرڅ د تنظيم د مقررې طرحې په وار سره د غونډې برخه والو ته وړاندې کړي.
ده د لوړ توناژ د باروړونکوليږدونکو وسايطو د کنترول د مقررې او د جوازسير دمقررې د ٣٧ او ٣٨ مادو د تعديل د وړاندې کولو په وخت کې څرګنده کړه چې د هيواد ځينې واټونه  چې په جوړولوکې يې زياتې پيسې لګيدلې دي؛ د هغو وسايطو د تګ راتګ له امله زيانمن شوي دي چې لوړ توناژ لري او له دې پلوه دلوړ توناژ د باروړونکو ليږدونکو وسايطو دکنترول دمقررې دطرحې او د هيواد د واټونو د سلامتيا لپاره د جواز سير د مقررې د ٣٧ او ٣٨ مادو دتعديل ضرورت رامنځته شوى دى .
غونډې د دواړو طرحو په باب مفصلې خبرې او څيړنې وکړې او د وړاندې شويو اصلاحي نظريو او وړانديزونو په پام کې نيولو سره يې د لوړ توناژ د باروړونکو ليږدونکو وسايطو د مقررې طرحه او د جوازسير دمقررې د ٣٧ او ٣٨ مادو تعديل او دکرايې دتنظيم دمقررې طرحه تاييده او د وزيرانو شورا ته يې وړاندې کړه.
د کرايې، سفريې او جيب خرڅ  د تنظيم دمقررې دطرحې په باره کې دماليې وزارت دمعين له خوا د وړانديزونو له مخې وپتيل شوه چې دغه طرحه يې يوځل بيا دماليې وزارت د مسوولينو له خوا وڅيړل شي او د وزيرانو شورا د قوانينو دکميټې راتلوونکي غونډې ته دې وړاندې شي.
د يوبل خبر له مخې: دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې وروسته د صدارت دګلخانې په ماڼۍ کې دپوهنتونونو له يو شمېر استادانو او روښانفکرانو، د دولتي ادارو له رييسانو او مسوولينو او د هيواد د بېلابېلو سيمو له مشرانو اوسپين ږيرو سره په جلاجلا توګه وکتل .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دغو کتنوکې په هيوادکې د روانوحالاتو او په انتخاباتوپورې داړوندو مسئلو په باب رڼا واچوله او زياته يې کړه چې د افغانستان انتخابات د افغانستان خلکو ته يو ستر برياليتوب و، د راى ورکولو صندوقونو ته  د يون په خاطر د خلکو مينې او ولولو وښودله چې زموږخلکو د خپل هيواد مترقي او روښانه راتلونکي ته ګوري .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل چې د روان کال د وري دمياشتې د شپاړلسمې نيټې د انتخاباتو يوه مولفه دا وه چې خلکو قومي، سمتي او ژبنيو مسئلو ته هيڅ راز پاملرنه ونه کړه او په هغوکې يې د افغانستان دخلکو ملي يو والى او پيوستون رعايت کړل.
په دغو کتنوکې د پوهنتونونو يو شمېر استادانو او روښانفکرانو د سرحدونو او قبايلو د چارو وزارت يو شمېر معينانو او د ادارو رييسانو، د پوهنې وزارت يو شمېرکارکوونکو او دکابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ مشرانو او سپين ږيرو برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته