کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
اووه ويشت تنه وسله وال طالبان دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
په دغو عملياتو کې چې اووه ورځې يې دوام درلود اوولس تنه نور طالبان ټپيان شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال عبدالحميد باختر آژانس ته وويل : دغه عمليات يوه اوونۍ مخکې دشينډنډ ولسوالۍ په ځينو برخو کې دملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت د ځواکونو له خوا ترسره شوي وو او په بهير کې يې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اوولس تنه نور يې ټپيان شول.
دامنيت آمر زياته کړه : د چشت ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال هم په دغو عملياتو کې وژل شوى دى .
ده زياته کړه ، په دغو عملياتو کې چې پرون پاى ته ورسيدل دشينډنډ ولسوالۍ
يو زيات شمير کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دې اوښتې.
1 1 دقیقه لوستل