سیاست

پيغام

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون د برید د غندنې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجینیر محمد خان پېغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د اسلامیت او افغانیت په نوم دوکه شویو دښمنانو په کابل ښارکې د سرادر محمد داودخان څلور سوه بستریز روغتون په روغتيا پالانو او ټپي ناروغانو برید کړی او زموږ یو شمیر هېوادوال يې شهیدان او ټپیان کړي دي.
په روغتيايي مرکزونو، روغتیا پالانو، ټپي شویو انسانانو او د عامو خلکو څخه د ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو بریدونه د اسلام ضد عمل او په ښکاره توګه وحشت دی، دا ډول اعمال د دښمن منحوسه څیره په ډاګه کوي او داښيي چې ترهګرې ډلې هیڅ ډول ارزښتونو ته درناوی نه لري.
دښمن تل هڅه کوي تر څو په مقدسو ځایونو، روغتيايی مرکزونو او د ملکي خلکو څخه د ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې د بریدونو پر مټ د خپل موجودیت کرکجنه ننداره جوړه کړي.
د یادې پېښې ټولو قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګېرنې تر څنګ شیهدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې شفا او خپلوانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته