امنیت

وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو ديوه قوماندان سر غوڅ کړ .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
  وسله والو طالبانو په بادغيس کې دسيمه ئيزو پوليسو ديوه قوماندان سرغوڅ کړ.
يو امنيتي مقام چې ويې نه غوښتل  نوم يې واخستل شي باختراژانس ته وويل  پوليسو ددغه قوماندان مړى  تير ماښام په داسې حال کې چې سريې  غوڅ کړى شوى و د مقر ولسوالۍ په  مربوطاتو کې ترلاسه شو .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، وسله والو طالبانو دسيمه ئيزو پوليسو دغه قوماندان لس ورځې  يرعمل کړى و. ديرغمل له مودې وروسته لومړى پرې ډزې وکړې او وروسته يې سر غوڅ کړ.
دافغانستان په لويديځ کې دبادغيس ولايت دهيواد ناامنه  ولايت دى چې وسله والو طالبان تل  په دغه ولايت کې دناامنيو سبب شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته