ټولنه

د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هيواد خطاط او ميناتوريست امين الله هنرور د هغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه؛ وفات شوى دى .
ارواښاد امين الله هنرور د افغانستان يو پياوړى خطاط او ميناتوريست و چې د خپل ګران عمر زيات کلونه يې د هنر په حوزه کې په زده کړه کې تېرکړل او د هيواد په دننه او بهرکې يې د هنر په زده کړې او رواجولو لاس پورې کړ.
ارواښاد له هيواد څخه په بهرکې په هنري سياليوکې په ګډون سره لومړۍ درجه ترلاسه کړه او له دې لارې خپل هيواد ته دخدمت سبب شو. د ده خدمتونه د قدر وړ دي او مړينه يې يوه ضايعه ده .
د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ده کورنۍ او دوستانو، د هيواد هنري ټولنې او د کابل ولايت خلکو ته وړاندې کوم او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او اجر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته